راپور: بشیر احمد فیضان
مسؤلین وايي، ددولت حمایه کمزوري ده او د بشري بوختیا لپاره هیڅ اراده نه لري.
په هیواد کي د خلکو بیکاري تر ټولو لویه ستونزه یادیږي. خو دولت يې د بوختیا لپاره هیڅ اراده نه لري.
د کندهار په صنعتي پارک کي دا مهال ټول ټال ۲۲۵ فابریکي فعاله دي خو له دې ډلي يې اکثره له ځینو ستونزو او نه حمایت له امله له فعالیته لویدلي.
د کندهار د صنعتي پارک د اتحادیې غړی عبدالباري وايي، ددولت نه مرسته ددې لامل سوې چي په کندهار کي یو شمیر تولیدي فابریکي خپل فعالیت په ټپه ودروي.
نوموړي زیاتوي، د بهرنیو تولیداتو دمخنیوي لپاره هڅه کوي او غواړي خپل تولید مروج کړي.
مسؤلین وايي، ګڼ شمیر کسان وسره کار کوي او دهغوي کاري بوختیا يې تغذیه کوي.
دوی وايې، ستونزه يې دا ده چي فعالیت يې د کمو امکانانو له امله محدود دی.
د لویو ټانګیو او پیپونو دا فاریکه هم د هیواد خپل تولید ته وده ورکړي، تولید يې معیاري او په اوسط ډول ښار مواد عرضه کوي.
دوی وايي، د کندهار تولید نه یوازي په دغه ولایت کي عام سوي بلکي د نورو ولایتونو ترڅنک بهرنیو هیوادونو ته هم ځي.
د کندهار د صنعتي پارک مسؤلین وايي، که پوره برېښنا او ځيني نور ضرورتونه يې پوره سي ډاډ ورکوي چي په دغه ولایت کي به د ټولو وزګارو خلکو اړتیاوي پوره کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون