د هلمند د پرلت له لسګونو هغو غړو چي د نه خوړلو اعتصاب يې کړی، تر دې دمه ۵ غړي د خراب روغتیایي حالت له امله، د لښکرګاه مرکزي روغتون ته انتقال سوي دي.
دهلمند مرکز لښکرګاه کي د پرلت دغړو د نه خوړلو اعتصاب ۴۸ ساعتونو ته نژدې کېږي.
د لښکرګاه د پرلت یوه اوونۍ پوره کېږي، ګڼ شمېر ځوانان د تېري اوونۍ د جمعې د ماښام د ځانمرګي برید وروسته د برید سیمي ته څېرمه خېمه ووهله او له طالبانو يې د سولي غوښتنه وکړه.
په هغه موټر بم ځانمرګي برید کي چي تراوسه يې چا پړه په غاړه نه ده اخستي، ۱۶ ملکي کسان ووژل سول او ۵۲ نور ټپیان سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون