نن سهار درې بجې د کابل- جلال اباد پر لویه لار د کاکڅ په سیمه کي دوه لوی باروړنکي موټر سره ټکر سوي، چي له کبله یې یو تن وژل سوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک وایي، وژل سوی کس د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی دی.
د ځواک په خبره د پېښي ټپیان د کاکڅ په کلینیک کي تر لومړنۍ درمنلې وروسته د ننګرهار روغتون ته لېږدول سوي دي.
پر دغه لویه لار ډېری ترافیکي پېښي د موټر چلونکو د بې احتیاطۍ له کبله رامنځ ته کېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون