راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا د ښووني او روزني په یوه مطبوعاتي غونډه کي د پوهني پر کمزورۍ او شاته پاته وضیعت اندیښنه وښودل او وویل، چي یو شمیر کسان د خیالي ښوونکو په نامه میلینونه افغانۍ شخصي جیبونو ته اچوي.
هغه وویل، په دې برخه کي ولایتي اداره جدي هڅي کوي خو د عامو خلکو څخه يې وغوښتل چي د پوهني له بهیر سره همکاري وکړي.
د کندهار د پوهني ریٔس عبدالقادر پیوستون وايي، چي په کندهار کي ټول ۳۵۰۰۰۰ زده کوونکي په ښونځیو کي زده کړي کوي چي دا د نفوسو په پرتله خورا کم شمیر دي.
هغه دغه راز وویل، هر کال له لسو زرو نجونو څخه یوازي یوه يې له دولسم ټولګۍ څخه فارغه کیږي او پاته نوري يې د کلتوري او امنیتي ستونزو له امله په نیمايي حالت ښوونځۍ پرېږدي.
بلخوا د کندهار ولسي مشرانو وویل، چي دوی په خپلو سیمو کي د امنیت لپاره زمینه برابروي خو د پوهني چارواکي دي د دوي د اولادونو لپاره ښوونځۍ فعاله کړي.
نیش، ارغستان، میانشین، معروف، شاولیکوټ او خاکریز د کندهار هغه ۶ ولسوالۍ دي چي تیره ورځ پکښي نوی تعلیمي کال پيل سو.
په دغه ولسوالیو کي د شاوخوا ۷۲ ښوونځیو څخه يوازي ۱۳ ښوونځۍ د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او ۵۹ يې تړلي پاته دي.
ناوړه دودنه، د خلکو نه همکارۍ او امنیتي ستونزي هغه لوی لاملونه دي، چي چارواکي يې د پوهني په برخه کي لویي ستونزي یادوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون