فیفا: حکومت د ټاکنو په برخه کي رښتنی نه دی، کارونه یې شعاري دي

د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ یا فيفا وايي، د ټاکنو خپلواک کميسیون خپلې چارې په سمه توګه پر مخ نه وړي او تر ډېره یې کارونه نمایشي او غیر عملي دي.

 دغه بنسټ له سیاسي ګوندونو سره په ګډه نن په یوه خبري غونډه کي د خبرو پر مهال وویل، د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه کارونه نه کوي، چي په دوی پورې اړه لري بر عکس یې ځان په وړو مسایلو مصروف کړی دی.

 د سرچینې په خبره د ټاکنو کمیسیون هر څه ځنډوي او د چارو ځنډول په دغه کمیسیون کې په یوه دود بدل سوی دی.

دوی د ملي یووالي پر حکومت هم نیوکه وکړه، چي د ټاکنو په برخه کي یې کارونه ټول نمایشي دي او هغه څه چي دوی وایي، د ټاکنو تر سره کولو په برخه کې عملي نه برېښي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...