د پاکستان حکومت دي د پښتنو په لاریون کي ستونزي نه جوړ وي

د بخښني نړیوال سازمان د پاکستان ګڼو چارواکو او همدا راز په ځينو هیوادونو کي پاکستاني سفیرانو ته د لیکونو په استولو له دوی غوښتي چي د پښتنو له حقه لاریونونو ملاتړ کوي.

دغه ادارې ویلي، پاکستان حکومت دي د لاریون کوونکو د سوله ییز حرکت پر وړاندي خنډ نه جوړوي او که داسې کومه هڅه وکړي نو د بشري حقونو د نړیوالو فعالینو له غبرګون سره به مخ سي.

د بخښنې نړیوال سازمان همدا راز په نړیواله کچه د بشري حقونو فعالو بنسټونو او ادارو ته هم د لیکونو په استولو سره له دوی غوښتي چي د پښتنو له سوله ییزو لاریونونو ملاتړ وکړي او د پاکستان حکومت مجبور کړي چې د بیان ازادۍ او دیموکراسۍ ته درناوی وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...