راپور: سید حمید هاشمي
د عامي روغتیا مسٔولین وايي، په دې نوي ۳۵۰ روغتون کي به د جنوبي حوزي په سطحه د ناروغانو درملنه کیږي.
بلخوا د کندهار اوسیدونکي هم د ناروغانو د درملني لپاره د دولتي روغتیايي خدماتو د زیاتیدو غوښتنه کوي.
ځيني ناروغان وايي، چي په میرویس روغتون کي د ناروغانو زیاتوالی د دې لامل سوی چي د ناروغانو درملنه پر وخت او په ښه ډول ونه سي.
ناروغان او د هغوی پایوازان شکایت کوي چي په دغه روغتون کي د دوی د درملني لپاره کاپي خدمات نسته او د دوی اړتیا نسي پوره کولای.
دوی خپلي ستونزي داسي بیانوي!
په کندهار کې د حوزې په کچه د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه لوی روغتون د جوړیدو کار د پخواني جمهور ریس حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کي پيل سوی.
د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، چي په عینو مینه کي د ۳۵۰ بستریز روغتون ټولي چاري بشپړ سوي او ډیر ژر به دغه روغتون ګټي اخیستني ته وسپاري.
د پخلا په خبره دا روغتون به د حوزې په سطحه د ناروغانو د درملني لپاره ځانګړي خدمات ولري چي تر ډیره به د ناروغانو ستونزي راکمي کړي.
د کندهار ښار په ختیځ عینو مینه کي پر دې نوي ۳۵۰ بستریز روغتون ۹،۲ میلوینه ډالرو لګښت راغلی چي څلور کاله وړاندي يې د جوړیدو کار پيل سوی.
ټاکل سوې چي یاد روغتون په د میرویس حوزوي روغتون تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ناروغانو لپاره طبي خدمات وړاندي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون