د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د دریمي پلې لوا مسٔولین وایي، په دغه عملیاتو کي ۱۱۲ تنه شکمن کسان هم نیول سوي او دغه راز ۷ کلي له وسله والو څخه پاک سوي دي.
د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي دغه عملیات له تېري یوې اونۍ راهیسي روان وه چي د جمعې تر ورځي یې دوام وکړ.
د کندهار د دوه سوه پنځم اتل قول اردو د دریمي پلي لوا قوماندان برید جنرال امین جان جلالزی وایي، چي په دې عملیاتو کي د کندهار خاکریز لویه لار د ۲۲ کیلومترو په اوږدو او دغه راز اووه کلي یې له وسله والو مخالفینو څخه پاک کړي دي.
دغه عملیات وروسته له هغه پیل سوه چي د کندهار خاکرېز لویه لاره د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د ترافیکو پر مخ وتړل سوه او ټوله لار په ماینونو وپوښل سوه.
د دریمې لوا قوماندان زياته کړه، په دې عملياتو کي د دولت ۴۰ تنه وسله وال مخالفین وژل سوي او ۱۶ تنه نور ټپیان دي د ده په وینا په دې عملیاتو کي د وسله والو مخالفینو زیات شمېر وسلي مهمات او ډيپو ګان هم دامنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دا په داسي حال کي ده چي د هوا په ګرمېدو سره د دولت وسله وال مخالفین يو ځل بیا خپل فعالیتونه زیاتوي چي تر ټولو زیات تمرکز یې د کندهار پر خاکرېز، میوند، شاولیکوټ او ځینو نورو ولسوالیو وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون