په کندهار کي د یوه لوی مجهز روغتون د جوړیدو چاري بشپړ سوي دي

راپور: سید حمید هاشمي

د عامي روغتیا مسٔولین وايي، په دې نوي ۳۵۰ روغتون کي به د جنوبي حوزي په سطحه د ناروغانو درملنه کیږي.

بلخوا د کندهار اوسیدونکي هم د ناروغانو د درملني لپاره د دولتي روغتیايي خدماتو د زیاتیدو غوښتنه کوي.

ځيني ناروغان وايي، چي په میرویس روغتون کي د ناروغانو زیاتوالی د دې لامل سوی چي د ناروغانو درملنه پر وخت او په ښه ډول ونه سي.

ناروغان او د هغوی پایوازان شکایت کوي چي په دغه روغتون کي د دوی د درملني لپاره کاپي خدمات نسته او د دوی اړتیا نسي پوره کولای.

دوی خپلي ستونزي داسي بیانوي!

په کندهار کې د حوزې په کچه د ناروغانو د درملنې لپاره د یوه لوی روغتون د جوړیدو کار د پخواني جمهور ریس حامد کرزي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کي پيل سوی.

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا وايي، چي په عینو مینه کي د ۳۵۰ بستریز روغتون ټولي چاري بشپړ سوي او ډیر ژر به دغه روغتون ګټي اخیستني ته وسپاري.

د پخلا په خبره دا روغتون به د حوزې په سطحه د ناروغانو د درملني لپاره ځانګړي خدمات ولري چي تر ډیره به د ناروغانو ستونزي راکمي کړي.

د کندهار ښار په ختیځ عینو مینه کي پر دې نوي  ۳۵۰ بستریز روغتون ۹،۲ میلوینه ډالرو لګښت راغلی چي څلور کاله وړاندي يې د جوړیدو کار پيل سوی.

ټاکل سوې چي یاد روغتون په د میرویس حوزوي روغتون تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ناروغانو لپاره طبي خدمات وړاندي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...