راپور: جواد داوري
په دي وروستیو کي د لښکرګاه عامه پارکونه او شنې سیمي هم د زور واکانو له لوری غصب او تجارتي مارکیټونو پر جوړ سوي دي.
ځايي اوسیدونکې وايي، تردې وروسته هیچا ته اجازه نه ورکوي چې پارکونه او عامه ځایونو يې غصب کړي.
د لښکرګاه ښار تر اکثره ولایتونو ښه منظمه او معیاري ښاري ماسټر پلان لري خو د ځایی ادارې د کمزوري او د مځکو غاصبینو د زور واکۍ له امله د لښکرګاه ډیري سیمي غصب سوي او یا هم په شخصي ملکیتونو تبدیل سوي دي.
دغه ستونزه تازه نه ده د شاوخوا پنځو کالو راهیسي د لښکرګاه په منځ کي مځکي غصبیږي.
د لښکرګاه ښار په دوهمه ناحیه کې د مځکو پراخ غصب سوي دي ځایی اوسیدونکي وايي تردي وروسته به د هر غاصب پر وړاندي دریږي او تازه د یوه زور واکي مخه یی نیولي ده چي غوښتل يي پارک غصب کړي.
پرهمدي مهال دلښکرګاه ښاروالي استازی غلام سرور غفاري وايي، د ماسټر پلان له مخي تجارتي او د استوګني سیمي په نښه سوي دي خو یوشمیر کړۍ هڅه کوي هغه مځکي غصب کړي چي په نقشه کي د پارک او عامه ځایونو په نوم ښودل سوي دي.
دی وايي، په دي وروستیو کي يې د سیمي اوسیدونکو په همکارۍ د غصب مخه نیولي او هغه کسانو لیست يې هم جوړ کړی دی چي په لښکرګاه ښار کي يې په پراخه کچه غصب کړی دی.
تردې وړاندي یوشمیر هغه سیمي چي زور واکانو په زور نیولي وي له غصب څخه خلاصي سوي دي خو د سیمي اوسیدونکي غوښتنه کوي چي دغه پروسه ادامه ولري تر څو ټولي ملي شتمنۍ د خلکو له انحصار څخه و ژغورل سي.
ویل کیږي، هغه کسانو چي دولتي مځکي یې غصب کړي دي د پیسو په مقابل کې يې قبالي هم پر جوړي کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون