راپور: سردار زیارمل
که څه هم د ثبت احوال او نفوسو مدیریت د ښځینه وو پېژندپاڼو اخیستو سلنه لس ښيې، خو عام باور دادی چي پنځه سلنه ښځي هم پېژندپاڼې نه اخلي.
خوستوال په دې برخه کي د ښځو چارو ریاست ملامتوي چي د عامه پوهاوي په برخه کي يې کار نه دی کړی، خو د ښځوچارو رئیسه بیا پخپله دنده باور لري او زیاتوي چي عامه پوهاوی د هر چا دنده ده.
خوستوال او مدني فعالان اندېښمن دي که خوستۍ مېرمنې پېژندپاڼې وانخلي، نو راتلونکو ټاکنو کي به ډېر کمي مېرمني برخه واخلي او پخپله ټاکنه کي د بریالیتوب چانس کم ګني.
خوستوال وايي، چي ښځینه وو ته پېژند پاڼي هیڅ ارزښت نه لري او زیاتوي یوازي هغه مېرمني پېژندپاڼي اخلي چي بهر ته د ناروغۍ تداوۍ یا حج او عمرې ته ځي.
له بله پلوه د ثبت احوالو او نفوسو مدیر هم د ښځینه وو پېژندپاڼو نه اخیستو اندېښنه پر ځای بولي او وايي، چي دلته زیاتره هغه مېرمنې پېژندپاڼي اخلي چي د کوم ضرورت پر اساس بهر ته ځي.
په خوست کي د ښځو چارو رئیسه ډاکټره ملالۍ ولي وايي، چي د کلتوري ستونزو له امله ښځینه زړه نه ښه کوي چي پېژندپاڼې واخلي، دا د عامه پوهاوي په برخه کي نه یوازي د ښځو چارو ریاست مسٔوول بولي، بلکې په هر لوستي خوستوال ږغ کوي چي خپلو کورنیو کي دي ښځینه د پېژندپاڼو اخیستو ته تیاري او په ارزښت دي پوه کړي.
خوست کي د ښځو چارو ریاست عامه پوهاوی تر دې کچي دی، چي د نظر ویلو لپاره مو د یوې بلې ښځې پیدا کولو غوښتنه ترې وکړه، خو په بښنې سره یې وویل، چي دلته ښځينه رسنیو ته نظر نه وايي.
دا په داسي حال کي ده چي راتلونکو ټاکڼو کي به د پېژندپاڼي له مخي رایه کارول کېږي، خوستوال د ښځینه وو پېژندپاڼو په اخیستو ټینګار کوي، خو د ښځینه وو پېژندپانو نه اخیستو او د ټاکنو اصل ته په کتو داسې ښکاري چې په نه ارزېدونکي شمېر به په راتلونکو ټاکنو کي ښځي برخه واخلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون