راپور: اجمل وصال
روزګان چي د تیرو دو کلونو راهیسي پکښي امنیتي وضعیت خراب او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي اوس ددې ولایت اوسیدونکي وایي، ددغه حالت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د قومونو ترمنځ یوالي او داسي رهبرۍ ته اړتیا ده چي وکولای سي حالت بیا کابو کړل سي.
دوی دغه څرګندوني ددغه ولایت د پخواني امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله خان د دریم تلین په مناسبت په جوړه سوو مراسیمو کي وکړي.
د اروزګان ولایت د پخواني امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله خان د دریم تلین په مناسبت په جوړ سوو مراسیمو کې ګډونوالو یوځل بیا پر مرکزي اداري ږغ وکړ چې اروزګان ته پاملرنه وکړي او اوسیدونکي یي، د روان ناوړه حالت څخه وژغوري.
دوی وویل، درې کاله مخکې په مرکز کابل کي ددغه ولایت د پخواني امنیه قومندان مطیع الله په مرموزي توګه تر وژل کیدو وروسته ددغه ولایت امنیتې حالت خراب سوی او تر ۹۰ زیاته سیمه طالبانو نیولي ده.
راټول سوو کسانو یوځل بیا د قومونو ترمنځ پر یوالي ټینګار وکړ او د مرکزي ادارې څخه یې وغوښتل چي ددغه ولایت د چارو رهبري داسي کسانو ته وسپاري چي یوځل بیا روزګان د امن او سولي کور کړی.
په دغو مراسیمو کي د روزګان د ملکي او نظامي ادارو مسٔوولینو هم پر اوسیدونکو ږغ وکړ چي د پخوا په څیر دی د امینت راوستلو په برخه کي د امنیتي ځواکونو سره لاس یو کړي.
د روزګان والي اسدالله سعید او د ملي امنیت ریٔس عبدالصمد شمس مطیع الله خان ځکه بریالی وباله چي د واکمنۍ پرمهال ولسونه ورسره همکاره وه.
د نن څخه درې کاله مخکي د روزګان پخوانی امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله خان په پلازمیني کابل کي په مرموزه توګه ووژل سو چي لایې هم حکومت د هغه د قاتلینو په نیولو او عدالت ته په سپارلو کي پاته راغلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون