دفاع وزارت وايي، د قاطع ملاتړ ماموریت په همکارۍ په بېړنیو حالاتو کي د امنیتي ځواکونو پر همږغۍ کار کوي

راپور: محمد یار مجروح

په کندهار هوايي ډګر کي د افغان او بهرنیو ځواکونو هغه سیمنار چي د بېړنیو حالاتو د کنټرول په موخه یو بل ته د مشورې ورکولو لپاره جوړ سوی.

په یاد پروګرام کي د افغانستان د ټولو قول اردوګانو مسؤلینو، بهرنیو موسیسو، د قاطع ملاتړ ماموریت لوړ پوړو مسٔولینو او د پولیسو چارواکو برخه اخیستې.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، دوی پر دې کار کوي تر څو امنیتي ځواکونه وکولای سي د طبیعي پيښي او بېړني حالات کنټرول کړی او زیانمنو کسانو ته مرستي پر وخت ورسوي.

دمارشال نظامي پوهنتون د تکتیک د څانګي آمر ډګروال محمد سروش نیازی وايي، امنیتي ځواکونه اوس کولای سي د امنیت تر څنګ بېړنی حالت کنټرول کړي او خلګو ته پر وخت مرستي ورسوي.

پر همدې مهال د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، لکه څنګه چي په نورو برخو کي له افغان ځواکونو سره همکار دي دغه راز د بېړنیو حالاتو په کنټرول کي به هم برخه واخلي.

په کابل کي د قاطع ملاتړ ماموریت د پلان مرستیال ډګرمن اسمیټ وايي، دا یو ښه فرست دی چي افغان ځواکونه د بېړني حالت د کنټرول لپاره تیاری نیسي.

ده زیاته کړه: (( موږ له افغان ځواکونو سره په هره برخه کي مرسته کوو خو دا یو ښه فرست دي چي افغان ځواکونه دامنیت تر څنګ توانیږي چي داستراري پيښو د کنټرول په برخه کي هم ونډه اخلي، افغان ځواکونه د اوسني حالت دکنټرول قابلیت لري خو لا هم موږ ورسره په ګډه کار کوو)).

بلخوا د ۲۰۵ اتل قول اردو د استراری حالاتو د کنټرول آمر جګړن محمد رسول مهمند وايي، په یاد سیمنار کي يې تسمیم نیولی تر څو د پاکستان هیواد څخه د بولدک له لاری د راستنیدونکو مهاجرو امینت ونیسی او مرستی ورسره وکړي.

دی وايي، په دغه زون کي امنیتي ځواکونه قوي سوي او کولای سي بېړنی حالت کنټرول کړي.

که څه هم په افغانستان کي طبیعي پيښي ډیري نه رامنځ ته کیږي خو د کارپوهانو په خبره د پاکستان څخه د څلور میلیونه مهاجرو راتګ به په افغانستان کي د بیکارۍ او فقر کچه نوره هم لوړه کړي او ورسره به امنیتي حالت هم خراب سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...