د پاکستان څخه د غيري قانوني سوداګريزو توکو د مخنيوي نوې هڅه

افغان حکومت غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زابل په شملزو ولسوالۍ کي ګمرک جوړ کړي.

که څه هم په دغه سيمه کي وسله والو طالبانو هم ګمرک درلود خو افغان حکومت وايي، د مخالفينو ددې غيري قانوني کړونو مخه به نيسي او سوداګرو ته به په دې برخه کي اسانتياوی رامنځ ته کوي.

په سیمه کي د ګمرک د جوړېدو لپاره د سروې لومړنۍ چاري شروع سوې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زابل په شملزو ولسوالۍ کي سرحدي صفري نقطه چي په ناقانونه ډول د پاکستان څخه سوداګريز توکي راوړل کيږي.

اوس افغان حکومت غواړي په سيمه کي ګمرک جوړ کړي، څو د هغو غيري قانوني سوداګريزو توکو مخه ونيسي چي له پاکستان څخه را وړل کېدل او يا یې هم محصول وسله والو طالبانو اخيستی.

د سيمي اوسېدونکي د سوداګريزو توکو د راوړلو پر مهال هم له وسله والو مخالفينو او هم پر لویه لار د پوليسو څخه په شکایت دي.

دوی وايي، د زورولو ترڅنګ پيسې هم ځيني اخلي.

د زابل مرستيال والي رحمت الله يارمل وايي، هڅه کوي چي د ګمرک چاري ژر پيل کړي.

د هغه په خبره چي د مرکز څخه راغلي اته کسیزه پلاوي په سيمه کي لومړنۍ سروې بشپړه کړه.

د زابل ولايتي شورا وایي، چي د طالبانو د ګمرک په اړه يې مخکي لا خپلي اندېښنې له حکومت سره شريکي کړي وې.

دوي وايي، چي د نوي ګمرک په جوړېدو سره به ستونزي حل سي.

بل خوا بیا د کندهار امنيه قومندان جنرال عبدالرازق وايي، په سيمه کي به د وسله والو د فعاليتونو مخنيوی کوي.

څه موده مخکي د هيواد په سهيل ختيځ ولايتونو کي هم د طالبانو د خپل سري محصول اخيستلو مخه ونيول سوه.

داځل په زابل کي د طالبانو د ګمرک د مخنیوي او د نوي ګمرک د جوړېدو هڅه پر داسي مهال کيږي چي د افغانستان او پاکستان ترمنځ تجارتي راکړه ورکړه له ۷ ميليارډو څخه يوازي يوه ميليارډ ته راکښته سوې ده.

اوس دواړه هيوادونه هڅه کوي چي سوداګريزي اړيکي بيا سمي کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...