راپور: سید حمید هاشمي
ددغه بهیر غړي وايي، دوی په هیواد کي د سولي او پرمختګ ملاتړ کوي او ددې کار لپاره به د وسوالو طالبانو سره خبري پیل کړي.
د ولس ږغ په نوم سیاسي بهیر چي تیره اونۍ يې له کندهار خپل فعالیت پیل کړ، په هیواد کي د اصلاحاتو او سولي غوښتنه کوي.
ددغه بهیر غړو په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي خبریالانو ته وویل، چي اصلاحات، امنیت، سوله او بیارغونه يې د لومړنیو هدفونو څخه دي او ددې هدفونو د ترلاسه کول لپاره به په ټول هیواد کي خپلي هڅي پیل کړي.
دغه راز د ولس ږغ سیاسي بهیر نورو غړیو وویل، په د افغانستان د سولي عالي شورا نده توانیدلي چي په تیرو څو کلنو کي د سولي په برخه کي د پام وړ لاسته راوړنه ولري.
دوی وايي، ولسي مشران د سولي د تامین په برخه کي ښه رول لوبولای سي او اړتیا ده چي حکومت په دې برخه کي ولسي او نفوذي مشرانو ته صلاحیتونه او امکانات ورکړي.
د ولس ږغ سیاسي بهیر هغه اوازي او ګنګوسې هم رد کړي چي ویل کیده دغه بهیر د حکومت د کمزوري کولو او واک غوښتلو په موخه ایجاد سوی دی.
دوی وايي د اصلاحاتو او خپلو حقونو غوښتنه کوي او پدي برخه کي د حکومت د هڅو ملاتړ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون