د کندهار د کار او ټولنیرو چارو ریاست مسٔولین وايي، ډیر ژر به زیات شمېر خلکو ته د کار زمینه برابره کړي

راپور: سید حمید هاشمي

د دوی په خبره که څه هم د کندهار د اوسیدونکو لپاره تر ډیره کاري زمینه برابره سوې خو د نورو ولایتونو څخه راغلي کډوال دلته د کار له نشتون سره مخ دي.

د کندهار د کار او ټولنیرو چارو رئيس وايي، د هیواد په سطحه د یو میلیون بې کاره کسانو لپار د کار پیدا کولو پلان جوړ سوی.

د کندهار د کار او ټولنیرو چارو مسٔولین وايي، ډیر ژر به په دغه ولایت کي زیات شمېر بي کاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د کندهار د کار او ټولنیرو چارو رئیس حمید الله مبارز وايي، د افغانستان په سطحه د یو میلیون بې کاره کسانو لپاره د کار پیدا کولو تړون سوی چي ډیر ژر به يې عملاً دغه پروسه پیل سي.

نوموړي وايي، په دې پروسه کي کندهار ولایت هم شامل دی او هغه کسان چي اوسمهال د کار له نشون سره مخ دي هغوی ته به په بیلا بیلو ادارو او موسساتو کي دندي پیدا سي.

د کار او ټولنیرو چارو رئیس وايي، د کندهاري اوسیدونکو لپاره تر ډیره کاري زمینه برابره سوي ولي یوازي هغه کسان چي د نورو ولایتونو څخه د جګړو له امله کندهار ته راغلي دلته د بې کارۍ سره مخ دي.
د هغه په خبره، که څه هم دوی په مستقیم ډول خلکو ته د کار پیدا کولو مسٔولیت نلري ولي هڅه کوي چي ادارو ته د کار موندي په برخه کي پلانونه ورکړي.

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د معلوماتو له مخي په هیواد کي تر ۴۰ سلنه زیات کسان بې کاره دي، او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

که له یوې خوا زیات شمیر کسان بې کاره دي خو له بلي خوا هغه کسان چي په دولتي او خصوصي سکتور کي کار کوي د کار د قانون سره سم يي حقوق نه ورکول کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...