له بلي خوا په سیمه کي د خوست د ګمرک ریاست معاون قریشي هیواد راډیو تلویزیون ته په تیلیفوني اړیکه کي وویل، چي لار تراوسه نده خلاصه سوې خو د خلاصیدو هڅې یې رواني دي.
له سیمې ځایي اوسیدونکي هم وایي، چي لار نده خلاصه سوې او نه کوم موټر تر سترګو کیږي.
دا په داسي حال کي ده چي د جمعي په ورځ د غلام خان بندر د خلاصیدو له اعلانه وروسته له پاکستانه یو شمیر موټر افغان خاوري ته راداخل سوي وو، خو د افغان ځواکونو لخوا له دي امله بېرته ستانه سوي وو چي دوی ته رسمي خبر نه و ورکړل سوی.
یاده دي وي، د غلام خان بندر خلاصیدو رسمي اعلان د مارچ په اوومه ټاکل سوی و، خو لا هم ددغي لاري دقیق خبر په یوه او بله بهانه ځنډيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون