فاریاب: په دي ولایت کي د طالبانو نومول سوی والي ووژل سو

چارواکي وایي، د تش په نامه د طالبانو والي ذبیح غازي د شیرین تګاب ولسوالۍ په مربوطاتو کي وژل سوی.

د فاریاب ولایت د امنیه قومانداني ویاند عبدالکریم یورش وایي، د ذبیح غازي په ګډون د وسهل والو طالبانو ۱۲ غړي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل سوي.

ښاغلي یورش زیاته کړه، چي د عملیاتو په ترڅ کي د وسله والو طالبانو یو شمېر غړي ټپيان هم سوي دي خو نوموړی د کره شمېر په اړه څه نه وایي.

هغه دا هم وویل، چي د وسله والو طالبانو اړوند یو شمېر وسلي او مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دولت ضد وسله والي ډلي د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دي اړه څه نه دي ویلي.

فاریاب د افغانستان په شمال کي هغه ناامنه ولایت دی چي وخت په وخت د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د نښتو راپورونه خپرېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...