د کندهار- روزګان پر لویه لار د طالبانو لخوا د تښتول سو کسانو سرنویشت لاهم نه دی معلوم

د روزګان ولایت چارواکي وايي، تر اوسه نه دي توانیدلي چي له وسله ‎والو طالبانو سره پاته ۱۳ تنه تښتول سوي مسافرین وژغوري.

د رزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب تیره شپه رسنیو  ته وویل، تېره سې شنبه ۳۰ تنه مسافرین د رزګان – کندهار له لویې لارې وتښتول سول چي ۱۷ تنه یې خوسې سول او پاته نورلاهم له طالبانو سره دي. نایاب وايي، وسله ‎والو طالبان د دغو ۱۳ کسانو ځایونه وخت په وخت بدلوي، خو د هغه په خبره دا کسان ترینکوټ ته نږدې په هغو سیمو کې ساتل کېږي چې وسله ‎وال طالبان پر کنټرول لري.

نایاب وايي، د تښتول سویو خلکو تر منځ هېڅ دولتي کارکوونکی نه ‎دی شامل او ټول عام خلک دي هغه خبره چي ځیني سرچیني یې نه تأییدوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...