د کندهار دټاکنو خپلواک کمیسون د ۲۸۰ تنو څخه ازموینه واخیستل

راپور: سید حمید هاشمي

ددغه کسانو له ډلي به ۶۴ تنه د کندهار ښار تر څنګ د ولسوالیو په ټاکنیزو مرکزونو کي په دندو وګمارل سي.

د ټاکنو کمیسون مسٔولین وايي، چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني چاري به د را رواني حمل میاشتي پر پنځلسمه پیل سي.

د دغه کمیسیون ریٔس ډاکټر هاشم درانی وايي، چي د دوی له ډلي څخه به یوازي ۶۴ تنه د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره په ټاکنیزو مرکزونو کي په دندو وګاري.

د هغه په خبره د ازمویني دغه پروسه د مرکزي اداري تر نظارت لاندي ترسره کیږي تر څو نوماندان د وړتیا پر اساس وټاکل سي.

دغه راز نوموړی وايي، چي د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکني چاري د راتلونکي کال د حمل میاشتي پر پنځلسمه پیلیږي.

د هغه په خبره دغه ټاکني به د تذکرو له مخي کیږي او ټول ښاریان باید خپلي پیژندپاڼي له ځان سره  ولري.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي د پنځو کلنو لپاره ټاکل کیږي خو اوس د یادي جرګي قانوني موده پای ته رسیدلي ده.

چارواکي وايي، که څه هم دلته په ولایتي سطحه د ټاکنو لپاره پوره چموتوالۍ نیول سوی خو تر اوسه د حکومت له لوري د راتلونکو  پارلماني او ولایتي شوراګانو دټاکنو موده نده معلومه سوې.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...