نثار احمد څپاند
د زابل ولایت چارواکي وايي، له هر ولایت څخه د تېرېدو پر مهال باید د مسافر وړونکو بسانو سرعت کنټرول سي تر څو د ترافیکي پيښو مخنیوی سوی وي.
د کابل – کندهار لويه لار چي اکثره وخت د ترافیکي پېښو شاهده وي نږدې دوه سوه کلیو میتره برخه يې په زابل کې تېره سوې ده.
په دي وروستیو کي د دي لاری پر سر د ترافیکي پېښو ګراف په بې ساري توګه ځکه راټيټ سوی چي د کندهار امنیه قوماندان د تیز سرعت د مخنیوي په موخه وخت وټاکه او دا مهال ټول مسافر وړونکي موټرونه تر لس بجو مخکي کندهار ښار ته نه پریښودل کیږي.
د زابل والي خیال محمد حیسینی وايي، چي له هر ولایت څخه د تېریدو لپاره ټاکلی وخت د مسافر وړونکو بسانو د سرعت په کنټرول کي مهم اغېز لري چي باید عملي سي.
د زابل د ترافیک پوليس مشر سمونوال عبدالمحمد وايي، چي په دغه ولایت کي هم پر مسافر وړونکو بسانو تر ټاکلي وخت مخکي بندیز لګېدلی.
دی وايي، چې د سهار تر ۸ بجو مخکې مسافر وړونکو بسان نه سي کولای چي د دې ولایت له مرکز څخه تېر سي.
د زابل ولایت ولایتي شورا هم د غزني، میدان وردګ او کابل له مسٔولینو غواړي چي ورته یو اقدام وکړي.
د دوی په خبره دغه راز مرکزي ادارې ته يې د کابل – کندهار د لويې لاري د ترمیم په اړه زیات وړاندیزونه کړي خو د حل په برخه کي یې هیڅ نه دي سوي.
د ولایتي شورا ریس حاجې عطاجان حقبیان وايي، چي د ترافیک پولیسو کنټرول به د ډیرو ترافیکي پيښو مخه ونیسي.
که څه هم د مسافر وړونکو بسانو لپاره وخت ټاکل یوه موقتي حل لاره بلل کیږي، خو خلک غوښتنه کوی چي دغه لار باید په اساسي ډول ورغول سي تر څو دا ستونزه په دایمي ډول له منځه تللې وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون