د زابل امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پر موټر چاودنه سوې

چارواکي وايي، په دغه ولایت کي د عملياتو په ترڅ کي دغه چاودنه رامنځ ته سوې ده.

د ارغنداب ولسوال وايي، چي دولتي ځواکونو دغه عمليات د ولسوالۍ په کيشاڼو سيمه کي ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، مازيګر ناوخته د عملياتو پر مهال د ولايت دامنيه قوماندانۍ د امنيت امر  غلام جيلاني فراهي پر موټر چاودنه سوې ده.

ولسوال وويل،په يادو عملياتو کي دوه وسله وال مخالفين وژل سوي او درې تنه يې ټپيان دي.

دغه راز په جګړه کي يو پوليس او درې د ملي اردو سرتېري هم ټپيان سوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دي اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...