په هرات ولایت کي د جنایي پېښو ډیروالي خلګ اندیښمن کړي دي

راپور: غلام فاروق رسولي

دوی د دي پېښو د ډیروالي لامل د حکومت لخوا په سمه توګه د عدالت نه پلي کولو په ګوته کوي.

دا خلک په داسي حال کي دا خبري کوي، چی تیره ورځ د یو ۶ کلن ماشوم مړی په داسي حال کي وموندل سو چي سر یې ورڅخه غوڅ سوی وو.

د هغه ۶ کلن ماشوم جسد چي څو ورځي وړاندي د څو کسان لخوا د هرات ښار د شیدایې په غره کي تر وژل کیدو ورسته یې د سترګو په شمول د بدن غړي ورڅخه په بې رحمانه ډول بیل سوي وه.

حاجي مولوي احمد د وژل سوي ماشوم پلار وایي، د هیڅ چا سره یې مدعا نه درلودله او د دي کار د ترسره کیدو لامل هم نه ورمعلومیږی.

د دي ماشوم یو شمیر نور خپلوان او ځایي خلک د داسي پېښو اصلي لامل د عدالت نه پلي کول په ګوته کوي او د حکومته غواړي چي د دي اورته نورو پېښو ټول عالمین تر نیولو ورسته اعدام کړي.

د بلي خوا د هرات ولایت ځایي چارواکي بیا وایي، د پېښي په تړاو یې دوه کسه نیولي او په خبره یې هر څوک چي په دي پېښه کي ګرم وبلل سي مجازات به سي.

په هرات ولایت کي دا ماشوم په داسي حال کي وژل کیږي، چي په دا ورستیو کي په دي ولایت کي جنایي پېښو یوواربیا زور اخیستی دی او په تیره یوه اونۍ کي دوې میرمني هم په ورته ډول وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...