راپور: سید حمید هاشمي
دوی وايي، بریښنايي تذکري د افغانانو ملي هویت دی او هغه کسان چي د ویش مخالفت يې کوي د خلکو استازی نه دي.
دغه راز دوی وايي، د نویو بریښنايي تذکرو په ویشلو سر به شفافو ټاکنو ته هم زمینه برابره سي.
له هغه وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د نویو بریښنايي تذکرو د ویش د پیل خبر ورکړی ورسره سم د هیواد اجرایه ریٔس او یو شمیر ګوندونو او اشخاصو يې مخالفت وکړ او د ځنډ غوښتنه يې وکړه.
د دوی په خبره په برییښايي تذکرو کي باید د هیواد دټولو قومونو غوښتني په نظر کي ونیول سي او د هغوی رضایت تر لاسه سي.
خو ن د کندهار ولایتي شورا وویل، بریښنايي تذکري د افغانانو ملي هویت دی او خلک يې د ژر تر ژره د ویش غوښتونکي دي.
د ولایتي شورا غړي محمد نادر نورزي وویل، هغه کسان چي د تذکرو د ویش مخالفت کوي هغوی د خلکو استازیتوب نه کوي او شخصي غوښتني لري.
تر دي مخکي د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق هم د نویو بریښنايي تذکرو د ژر تر ژره ویش غوښتنه کړي وه او ویلي وه څوک چي يي نه مني باید له هیواد ووزي.
د ولايتي شورا غړی محمد نادر نورزی وايي، که بریښنايي تذکري ونه ویشل سي نو راتونکي ټاکني شفافیت به هم په شفاف ډول ترسره نه سي.
که څه هم د تیرو دوو ورځو راهیسي د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون یو شمیر چارواکو او نورو کسانو د د بریښنايي تذکرو د داخیستو خبر ورکړی خو لا هم دغه پروسه په رسمي ډول نده پیل سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون