د هیوا راډیو تلویزیون فعالیتونه مدني فعالانو او د خبریالانو د بنسټونو له خوا وستایل سوه

د هیواد ټلویزیون د یوولسمي کلیزي په لمنځغونډه کي دوی وویل، د دغه تلویزیون کارکوونکو په سختو حالاتو کي کار کړی او د هیوادوالو ستونزي یې راپورته کړي دي.

په دغه مراسمو کي د هیواد راډیو ټلویزیون رئيس د دغه تلویزیون په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چي لا به هم هیواد ټلویزیون د خلکو خدمت ته دوام ورکوي.

هیواد د کندهار په تاریخي ولایت کي هغه لومړنۍ خپلواکه تلویزیوني شبکه ده چي پوره ۱۱ کاله مخکي یې په لومړي ځل د یوه محلي تلویزیون په توګه خپل فعالیت پیل کړی، خو درې کاله مخکي د ذکر سوي ټلویزیوني شبکې د امتیاز خاوند تر مدبرانه لارښوونو وروسته ، محلي نشرات د ټولي سويل لویدیځي حوزې په سطحه د یوازیني نړیوال ټلویزیون په توګه د دي ټلویزون د فني او باتجربه تخنیکي ټیم او نشراتي همکارانو د ګډ او مسلکي کار په نتیجه کي په پوره بریالیتوب د یاه سټ سټلایټ له طریقه د کندهار څخه علاوه د افغانستان تر ټولو ولایاتو، آسیایې هیوادونو او ټولي نړۍ پوري پراخ کړل سول.

د هیواد ټلویزیون د یوولسمي کلیزي په مناسبت جوړه سوې غونډه کي مدني فعالانو، فرهنګیانو او د رسنیو د ملاتړ بنسټونو مسولینو د دغه ټلویزیون فعالیت وستایه

دوی وویل، هیواد ټلویزیون د کندهار او لوی کندهار د اوسیدونکو د رسا ږغ او تصویر لېږدونکي رسنۍ په توګه د بیان آزادۍ ټولو منل سوو اصولو ته د بشپړي ژمنتیا او عملي کولو سره د افغانستان د ملي او نړیوالو تصویري رسنیو په صف کي خپل ځانګړی ځای پیدا کړی.

دوی وویل، د هیواد ټلویزیون کارکوونکو په سختو حالاتو کي کار کړی تر څو واقعیتونه خلکو ته ورسوي او دخلکو ستونزي راپورته کړي.

په دغه غونډه کي د هیواد راډیو ټلویزیون رئيس صدیق الله خلیق وویل، هیواد ټلویزیون د کندهار او افغانستان څخه علاوه د نړۍ د هیوادونو په سطحه د میلیونونو لیدونکو لرونکی دی او د سختو اقتصادي مشکلاتو او لازمو امکاناتو د کمښت سره سره خپل فعالیت ته تر دمګړیه په پوره بریالیتوب سره دوام ورکړی او د لا نورو پرمختګونو د لاسته راوړلو لپاره د یوې بې پرې، خپلواکي او د هر ډول ژبني، قومي، سمتي، مذهبي او دېته ورته تعصباتو څخه د خلاص مطبوعاتي بنسټ په توګه خپل فعالیتونه جاري وساتي.

ښاغلي خلیق وویل، هیواد راډیو ټلویزیون  ملي، اسلامي او افغاني ارزښتونو ته درنښت او خلګو ته د هغوی په اړه پوره معلومات ورکول خپله دنده بولي، د ملي یووالي او ورورولۍ لپاره کار کولو ته ژمنه دی.

باید وویل سي چي هیواد ټلویزیون هغه تصویري شبکه ده چي تېر کال یې د افغانستان د ولایاتو په سطحه د یوې معتبري سروې له مخي د تر ټولو ډېرو لیدونکو لرونکی ټلویزیون په توګه پیژندل سوی وو او تر دا مهاله یې د سویل په کچه همدا عنوان خوندي ساتلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...