په کندهار کی مالداري د ګټي پر ځای له تاوان سره مخ ده

راپور: محمد یار مجروح

مالداران وايي، له نورو سیمو څخه کندهار ته د څارویو له راتګ سره ناروغۍ ډیري سوي او که يې دولت مخه ونه نیسي، د مالداریو د ختمیدو ویره ورسره تړلي ده.

بلخوا د کرني اومالدراۍ مسٔوولین وايي، دوی په هر موسم کي د څارویو د واکسین کمپاینونه ترسره کوي.

کندهار یو له هغو سرحدي ولایتونو څخه شمیرل کیږي چي له نورو ولایتونو او سیمو  څخه ورته په زیاته اندازه څاروي راوړل کیږي.

په دغه ولایت کي مالداران وايي، د ژمي له راتګ سره د څارویو ناروغۍ هم زیاتي سوي او دولت ورته خاصه توجه نده کړې.

مالدران وايي، څاروي په هر موسم کي واکسین او خاصو دواګانو ته ضروت لري چي دوی ورڅخه برخمن ندي او په دي برخه کي د کرني او مالدارۍ ریاست هم ورسره همکاري نده کړې.

یو شمیر مالدارانو هیواد تلویزون ته وویل، چي یو دولت همکاري نده ورسره کړې او بل هغه دوکانونه چي حیواني درمل خرڅوي باکیفیته ندي.

د کندهار د کرني او مالدارۍ ریس حفیظ الله سیدي د مالدارانو ستونزي منی او وايي، دوی د څارویو د واکسین پروسه په دوامداره توګه ساتلي او د همکارو موسیسو په مرسته توانیدلي چي د کندهار په ۱۳ ولسوالیو کي د څارویو واکسین تطبیق سي او تر ډيره د ساري ناروغیو مخه ونیول سي.

دی وايي، په ښار کي د بې کیفیته درملو د څار پروسه يې هم راپيل کړې او د هغو کسانو دوکانونه به وتړي چي د څارویو بې کیفیته درمل خرڅوي.

د یادوني وړ ده چي د کندهار مالدارانو په څو څو ځله د دولت څخه د فارمونو جوړیدو او د مسلکي ډاکټرانو غوښتنه کړې خو دولت تر اوسه یادو ستونزو ته مثبت ځواب ندی ویلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...