راپور: جاوید احمد سمسور
د سوداګرۍ خوني مسٔولین وايي، چي سږ کال يې د انارو صادارت کم وه ځکه د ترانسپورټ او انتقال په برخه کي سوداګر زیاتي ستونزي لري.
بلخوا په کندهار کي د انارو د بسته بندی یو معیاري مرکز فعالیت لري چي هر ورځ ۴۰ ټنه انار بسته بندي کوي او نړیوالو بازارنو ته وړل کیږي.
د کندهار د سوداګري خوني ریٔس نصرالله زهیر وايي، چي سږ کال يې د انارو صادارت ۲۲۹۱۰ ټنه وه چي هند،پاکستان ، دبۍ او جرمني هیواد ته صادار سوي دي.
د هغه په خبره دوی هیله درلوده چي سږ کال به د انارو ۴۰۰۰۰ ټنه صادارت ولري خو د انارو د مرضونو له کبله يې د صادارتو اندازه راکښته سوه.
دغه راز هغه وايي، لویه ستونزه يې د ترانسپورت نشون دی ځکه په خبره يې اوس یوازي هند ته د هوا له لاري مستقیم صادارت کیږي خو حکومت باید د نورو هیوادونو سره هم سوداګریز هوايي دهلیزونه خلاص کړي.
بلخوا د کندهار په صنعتي پارک کي د انارو او انګور د بسته بندۍ دغه مرکز هر ورځ ۴۰ ټنه انار بنسته بندي کوي.
ددغه مرکز مسٔول سعیدالدین سعید وايي، چي په پردغه مرکز يې ۴ میلیونه ډالره پانګونه کړي او پنځه سوه کارکونکي لري چي د انارو په موسم کي د بسته بندۍ کارونه ترسره کوي.
هغه وايي، دوی په دغه ځای انار او انګور په معیاري ډول بسته بندي کوي او وروسته يې نړیوالو بازارونونو ته انتقالوي.
اوسمهال په هیواد کي د وچي او لندي میوي صادارتو تر ډیره هند ته د هوا له لاري صادریږي.
که څه هم څه موده مخکي د افغاني صادارتو لپاره د هند سوداګریز هوايي دهلیز او د ایران چابهار بندر پرانستل سو خو د کندهار سوداګر وايي، کوم تجارت چي دوی د پاکستان سره درلودی په هغه اندازه صادارتد له دغو لارو نه ترسره کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون