د بغلان په ډنډ شهاب الدین سیمه کي افغان امنیتي ځواکونو د مهماتو یوه ستره زېرمه نیولي ده

راپور: نورګل اندړ وال
دبغلان آمنیه قومنداني دغه زیرمه په طالبانو پوري اړونده بولي او وايي، چي ددغي ډلي غړو هڅه کوله له

دي مهماتو څخه په ګټي اخیستو پلخمري ښار باندي توغندیز بریدونه وکړي او عامه نظم له منځه یوسي چي دتروریزم ضد مبارزې مدیریت پولیسو له لوري وموندل سوه.
دبغلان مرکزپلخمری اړوند دډنډشهاب الدین په خلازیوو سیمه کي دمهماتو یوه ستره زېرمه د امنیتي ځواکونو لاسونو ته لویدلي ده.
دبغلان آمنیه قومندان مل پاسوال اکرام الدین سریع یاده دمهماتو زیرمه په طالبانو پوري اړونده بولي او وايي، چي د امنیه قومندانۍ دتروریزم ضد مبارزې مدیریت پولیسو په هڅو دغه زیرمه موندل سوي  چي پکښي  ۲۰۰۰ فیره د دافع هوا   ، ۲۱ فیره دبي ام یک توپ ،  ۱۶ د ۸۲ ملی مترۍ توپ مرمۍ او ۱۲۱ فیره دهاوان مرمۍ شتون لري.
دبغلان امنیه قومندان وايي، چي وسله والو طالبانو پلان درلود ترڅو له دي مهماتو څخه په ګټي اخیستو ښارونه هدف وګرځوي .
دسریع په خبره دنیول سوي زیرمي څخه لاسته راوړل سوي مهمات نن رسماً د دایاک ( یابې وسلو کولو ) پروګرام ته سپاري

او هڅه کوي دبغلان ولایت په کچه ټولو سیمو کي له پخوا څخه پاته دمهماتو او وسلو زېرمي کشف او مهمات یې ددایاک پروګرام ته وسپاري.
دپلخمري اړوند ډنډشهاب الدین خلازیو په سیمه کي دافغان امنیتي ځواکونو له لوري دمهماتو یوه ستره زېرمه په داسي حال کي موندل کیږي چي نژدې یوه میاشت کیږي له دي سیمي  دعملیاتو په ترڅ کي طالبان په شا تمبولي او حکومتي ځواکونه پکښي مېشت سوي دي.
دیادولو وړ ده چي وسله والو طالبانو تردې دمه دمهماتو ددي زېرمي دنیولو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...