مسٔوولین: راتلونکی کال کندهار ولایت ته ۳۷ میلیونه ډالره انکشافي بودیجه ورکول کیږي

 راپور: محمد یار مجروح

د کندهار د اقتصاد ریاست مسٔوولین وايي، سږ کال د بودیجې په ورکړی کي ۳۰ سلنه کموالي راغلی چي باید یاده بودیجه د یو منظم پلان له مخي د ضرورت پر اساس په مصرف ورسیږي.

کندهار ولایتي ادارې د کلنۍ بودیجې د پر ځای استعمال لپاره د ولایت په سطحه د پلان جوړوني د نظر غوښتني غونډه تر سره کړه.

ولایتي مسٔوولینو په یاده غونډه کي وویل، چي سږ کال په ولایتي بودیجه کي کموالی راغلی او باید د یو منظم پلان له مخي د ضرورت به اساس په مصرف ورسیږي.

د کندهار د اقتصاد ریس محمد رحیم رحیمي په یاده غونډه کي وویل، چي تیر کال کندهار د بودیجې د مصرفولو له امله دریم مقام خپل کړی او راتلونکي کال ته دوی هڅه کوي چی بودیجه تر دي هم په ښه ډول مصرف سي.

ده زیاته کړه چي کندهار ته د راتلونکي ۱۳۹۷ کال لپاره ۳۶ میلیونه ډالره بودیجه ورکول کیږي چي په خبره يې پر یو منظم پلان کار کوي تر څو یاده بودیجه په اساسي برخو کي په مصرف ورسیږي.

پر همدې مهال د کندهار والي زلمی ویسا وايي، تیر کال کندهار ولایت ۹۰ فیصده بودیجه په مصرف رسولې وه او پاته لس يې هم د بودیجې د ناوخته ورکړي له امله ځنډېدلې وه.

ده زیاته کړه په کندهار کي د خلکو اړتياوي زياتی دي، خو امکانات ډیر لږ او له مسؤلينو يې وغوښتل، چي راتلونکي انکشافي پلان دي د لومړيتوبونو پر اساس جوړ کړي، تر څو د خلکو لپاره بسټیز کارونه تر سره سي.

بلخوا په کندهار کي سکتوري ریس عبدالحکیم حکیمي زیاتوي په کندهار ښار او ولسوالیو کي داسي پروژې عملي کیږي چي ولایت مقام او اړوند ارګانونه په خبر هم نه وي.

دی وايي، تیر کال شاوخوا ۸۲ پروژې په کندهار کي عملي سوي دي او خلګو ته تر ډیره اسانتاوي برابری سوي دی.

هغه وویل، چي په ولایتي پلان کي لا هم ستونزي دي او باید له سره غور پر وسي او هغه چاته باید اجازه ورنه کول سي چي پر خپل سر په ښار او ولسوالیو کي پروژې عملي کوي.

په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازی تورن عبدالخالق بالاکرزی پدې نظر دي چي ولایتي پلان باید مخکي له مخکي د ولسې جرګې له استازو سره شریک سي تر څو هغوی يې په اړوند وزراتونو کي ستونزي حل کړي.

هغه زیاته کړه په کندهار کي داسي پروژې سته چي له تیرو دریو کلونو راهیسي په بودیجه کي ځای ورکول سوی خو عملي سوی ندي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...