راپور: سید حمید هاشمي
د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا ګډ کمیسیون وايي، هیڅ یو امنیتي چارواکی حق نلري چي د خلکو څخه د کور جوړولو پر مهال غیري قانوني پیسي واخلي.
ددغه کمیسیون مشر وايي، د خلکو د شکایتونو تر اوریدو وروسته يې اوس تر ډیره ددغي ستونزي مخه نیولي ده.
یاد کمیسیون د ښار د اتمي حوزې د اوسیدونکو ستونزي هم واریدي او هغوی ته يې د هوارولو ډاډ ورکړ.
د کندهار امنیه قومندانۍ او ولایتي شورا لخوا جوړ سوي کمیسون د ښار په په اتمه حوزه کي د سیمي له اوسیدونکو سره مخامخ ولیدل او دهغوی غوښتني يې واوریدي.
ددغي حوزي اوسیدونکو او قومي سپین ږیرو وویل، چي د پخوا په پرتله يې د پولیسو سره همږغي زیاته سوي او په سیمه کي يې امینتي ستونزي کمي سوي دي.
خو دوی وویل، لويي ستونزي يې بي کاري او په سیمه کي د بیا رغوني د کارونو کمښت دي ځکه حکومت ورسره ژمني کوي خو عملي کوي يي نه.
وروسته د یاد کمیسیون مشر عطالله عطا وویل، د تیرو دریو میاشتو راهیسي د خلکو سره په امینتي حوزو کي ویني او هڅه کوي چي د هغوی امنیتي، روغیتايي او د پوهني په برخه کي پرتي ستونزي هواري کړي.
هغه وویل، په یاد موده کي تر ټولو لویه لاسته راوړنه په حوزو کي د هغو کسانو مخنیوی دی چي د خلکو څخه به يې د کور او یا دوکان جوړولو پر مهال غیري قانوني پیسي اخیستي.
هغه له خلکو وغوښتل چي دا ډول او نورو ستوزنو پر مهال دوی ته خبر ورکړي.
عطالله عطا وايي، چي د خلکو سره مخامخ لیدني به يې تر هغه وخته دوام ولري تر څو د ښار تر څنګ په ولسوالیو کي هم خلکو ته رسیدګي وکړي او دهغوی په سیمو کي پرتي ستونزي هواري کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون