دغه لار چي د هندوکش په لوړو غرونو کي د څه کم درې کيلومتره اوږده تونل سره د پروان او بغلان ولايتونو په منځ کي تېره سوې، د واورې ورېدو له امله د دلوي په ۲۱مه د ټېلري موټرو پر مخ وتړل سوه، خو تېره شپه د ټولو موټرو پر مخ تړل سوې وه.
د سالنګ د حفظ او مراقبت مشر ډګر جنرال محمد رجب وايي، چي په سالنګ کي کابو ۱۷۰سانتي متره واوره سوې او په سوېلي سالنګ کي ۱۵ځلي واوره ښويېدنه رامنځته سوې وه.
خو نوموړي زياته کړه چي د سالنګونو د حفظ او مراقبت رياست کار کوونکي د تېري شپي تر لسو بجو پوري وتوانېدل چي له سړک څخه واوره پاکه کړي او له ټېلرو پرته د نورو موټرو پر مخ يي پرانيزي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون