د کندهار امنیه قوماندان وايي، وسله والو تېره شپه د کندهار پر شمالي ولسوالۍ نېش د څلورو خواوو بریدونه کړي، خو هم مهاله هوایي ځواک کومک ور رسولی او د بمبار په پایله کي ۴۳ وسله وال وژل سوي او شل نور ټپيان دي.
د امنیه قوماندان په خبره، د هوايي برید پر مهال د وسله والو ګڼ موټرونه او موټرسایکلونه تخریب سوي او وسلې یې د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي.
وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون