خوست : وزیریستاني ګډوالو د بېرته کوچېدو په اړه اعتراضیه غونډه وکړه

راپور: سردار زیارمل

د  خوست مېشتو شمالي وزیرستاني کډوالو لسګونه مشرانو په یوه اعتراضیه غونډه کې وویل، دوی به تر هغې بېرته وزیرستان ته ستانه نه سي چي دوی ته د نړیوالو اصولو له مخي د ستنېدو حقوق او هلته د اوسیدو زمینه نه وي ورته برابره.

وروسته له هغه چي پاکستاني رسنیو په افغانستان کي د وزیرستاني کډوالو په اړه خبرونه خپاره کړل چي،

ګني دوی ته افغان دولت خبر ورکړي چي بېرته پاکستان ته ستانه سي، وزیرستاني کډوالو یې په غبروګون کې اعتراضیه غونډه وکړه.
دوی وویل، کوم کډوال چي بېرته ستانه سوي دي، هغه هم پښېمان او ځینې یې بېرته خوست ته راکډه سوي دي، ځکه هغه ډول لازمي مرستې او زمینه نه ده ورته برابره کوم چي د ګډوالۍ اصول ښيي.

د خوست مهاجرینو چارو ریٔس وویل، چي په وزیرستاني کډوالو د افغان لخوا د مرستو تر څنګ د بیرته ستنېدو هیڅ ډول فشار نه سته او زیاته یې کړه چي دوی که کوچيږي او یا دلته پاته کېږي، خو اصول دادي چي بېرته ستانه سي.

دا مهال په خوست کي لس نیم زره وزیرستاني کډوال اوسي چي اووه نیم زره یې راجسټر دي او په نورو هم کار روان دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...