د لوړو زده کړو وزارت د روزګان پوهنتون سره توپیریز چلند کوي

راپور: اجمل وصال

د روزګان ولایتي مسٔوولین او په دغه ولایت کي د لوړو  زده کړو د موسسې استادان وایې،  چي د دوی اړوند وزارت روزګان  له پامه غورځولی او ورسره توپیریز چلند کوي.

په روزګان کي د لوړو زده کړو موسسه چي دا مهال د کندهار د پوهنتون یوه څانګه ده، د تیرو پنځو کلونو راهیسې فعالیت لري خو د ودانۍ د نه شتون له امله خپلي اداري او تدریسي چاري په یوه لیسه کي مخي ته وړي.

دغه نیوکي د روزګان د لوړو زده کړو موسسې د نوي سرپرست ریٔس د ټاکل کیدو پر مهال  په  داسي حال کي وسوې چې په دغه تعلیمي مرکز کي ټول ۸۸۱  محصلین د تیرو څو کلونو راهیسي د پوهني وزارت پوري اړوند دیوې لیسی په ودانۍ  کي زده کړي کوي.

د لوړو زده کړو ددغه مرکز مسٔوول او استادان وایې، ددوی اړوند وزارت د تیرو پنځو کلونو راهیسې ددوی ستونزو ته پاملرنه نه ده کړې او هغه امتیازات چي د هیواد نورو پوهنتونونو ته ورکول کیږي اروزګان تري بې برخي دي.

دوی وایې، پوهنتون  یې ودانۍ نه لري او د ۲۱ اداري واحدونو په ګډون د ۳۲ صنفونو چارې دیوي ویجاړي لیسي په اتلس اوطاقه ودانۍ کي ترسره کوي.

د اروزګان مرستیال والي هم مني چي د لوړو زده کړو وزارت نه دی توانیدلی چي دغه ولایت ته پاملرنه کړي او د محصلیونو ستونزي هواري کړي.

عبدالواحد پټان وایي، مسٔوولین دي لومړی دغه تعلیمي مرکز د کندهار له پوهنتونه مستقله او وروسته دي د ادارې او تدریسي چارو د ترسره کیدو لپاره ودانۍ جوړه کړي.

د روزګان د لوړو زده کړو موسسه دامهال د دو پوهنځیو په درلودلو سره ۸۸۱ محصلین لري، چي سږ کال به شاخوا ۲۰۰ محصلین د کرني او ښووني او روزني پوهنځیو فارغ سي.

 

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...