راپور: میلاد حمیدي
په ننګرهار کي د عربو قوم له حکومت غواړي چې د دوي ځوانانو نو ته خپله پاملرنه زیاته کړي، د عربو قومونه په یاد ولایت کې د یوغونډي پر مهال د ختیځ په کچه یو مشر وټاکی چي د یاد قوم د منسجم کیدو او د نورو قومونو سره په همغږۍ د هغه کسانو مخه ونیسي چي د عربو قوم د نوم څخه په استفادي ورنکاري فعالیتونه کوي.
دا په ختیځ کي د عربو د قوم هغه سلګونه ځوانان او مخور دي چې دلته سره را غونډ سوي تر څو د هغو کسانو مخنیوی وکړي چي د یاد قوم د نوم څخه په استفادي ورنکاري فعالیتونه کوي، دوی همدا راز په هغه څو مادیز هوکړي سره همنظر سوي چي له مخي به ولور د شپي لخوا ډزي او داسې نور غیر قانوني کړني سرغړونکو ته به دنقدي جریمه ټاکي او د قانون منګلو ته به یې سپاري.
خو د عربو ځوانان بیا له حکومته غواړي چي دوی ته پاملرنه زیاته کړي، په دولتي ادارو کې دنده او په خپله مورنۍ ژبه زدکړي د دوي اساسي غوښتنې دي.
په هیواد کي د عربو قوم زیاتره برخه دلته ننګرهار کي ژوند کوي چې تر ډيره پر سوداګرۍ بوخت دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون