د افغانستان د بشري حقونو د څارني خپلواک کمېسیون پر حکومت ږغ کوي چي هغه کسان ونیسي چي په تخار کي یې یوه ځوانه نجلۍ، په عام محضر کي وهلي ده.
د تخار چارواکي ادعا کوي چي د “چاه اب” ولسوالۍ په رباطِ حمیدالدین کلي کي د یوې کورنۍ غړو چي یو سیمه ییز قومندان هم په کښي دی، یوه ۲۲ کلنه ښځه له یوه نامحرم سړي سره د ارتباط درلودلو په تور وهلي او ټکولي ده.
د پېښي ويډیو پر انټرنټي سایټونو خپره سوې ده.
د تخار د والي ویاند سنت الله تیموري پرون رسنیو ته وویل، د چاه اب ولسوال ته دنده سپارل سوې چي د څېړني لپاره یو پلاوی سیمي ته واستوي او د پېښي عاملان ونیسي.
د تیموري په وینا، پېښه د لیندۍ په میاشت کي سوې ده.
خو په سیمه کي یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چي په چاه اب کي ښځه د صحرايي محکمې په حکم وهل سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون