مایک پنس ولسمشر غني ته ډاد ورکړی چي له تروریزم سره په مبارزه کي د امریکا پوځ د افغانانو ترڅنګ ولاړ دی

ښاغلي غني پرون جمعه پر خپل ټویټر ولیکل چي مایک پنس ته یې څرګنده کړي چي په امنیتي ادارو کي د اصلاحاتو له لاري د سولي او جګړې ګټلو ته کلک تعهد لري.

غني له مایک پنس سره د خپلو ټلیفوني خبرو په اړه په یوه بل ټویټ کې ویلي چي “په کابل کي وروستۍ تروریستي برید د افغانستان لپاره پر امریکا د سپټمبر د یوولسمي د تروریستي برید په څېر و.”

د کابل ښار په زړه کي د تیري شنبي په ورځ په انتحاري برید کي لس ګونه کسان ووژل او زخمیان کړل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...