راپور: عبدالمنان ارغند
د روزګان ولایت ولایتي شورا او مدني فعالان وایي، چي ددي ولایت په مرکز او شاوخوا ولسوالیو کي د بهرنیو وسله والو فعالیتونه ډیر سوي دي او بهرنيو وسله والو د جلب او جذب په برخه کي خپل اقدامات ډیر کړي دي.
سره له دي چي روزګان ولایت د تیرو کابو دوه کلونو را په دي خوا د جګړي په مرکز بدل سوی ورسره جوخت ددي ولایت ولایتي شورا وایي، چي د نا امنیو ترڅنګ دغه ولایت ته لسګونه کورنۍ بهرني وسله وال هم راغلي دي.
د روزګان د ولایتي شورا مرستیال ریٔس محمد کریم کریمي وایي، چي دا مهال شاوخوا دري سوه کورنۍ بهرني وسله وال د روزګان مرکز ترینکوټ، چارچینو، خاص اروزګان او ددي ولایت نورو سیمو ته راغلي دي.
هغه وایي، د مرکزي حکومت کمه پاملرنه ددي لامل سوي ده چي په اروزګان کي بهرنۍ وسله والي ډلي پراختیا وکړي.
د روزګان د سولي د ولایتي کمیټي مخکنی ریٔس محمد نعیم وایي، چي په اروزګان کي د داعش او نورو بهرنیو وسله والو ډیرښت او د هغوی په ازاده توګه فعالیت اندیښمن کړي دي. نوموړی وایي، چي په اروزګان کي د دوه کلونو را په دي خوا پیل سوي جګړه اوس هم دوام لري او دولت د روزګان پر ډیره لږه برخه حاکمیت لري. محمد نعیم د د لسګونه کورنیو بهرنیانو شتون او ددغه ډلي له خوا د خلکو جلب او جذب د روزګان لپاره خورا خطرناکه بولي.
د روزګان مدني فعالان هم وایي، چي په روزګان کي اوږدمهاله جګړه د خلکو بې کوره کیدل، د دولت بي غوري او د روزګان پر ډیره خاوره د وسله والو مخالفینو زیات حاکمیت ددي لامل سو چي بهرني وسله وال هم دغه ولایت ته مخه وکړي او خپل فعالیتونه پراخ کړي.
که څه هم د روزګان چارواکو مخکي په دغه ولایت کي د بهرنیو وسله والو شتون تایید کړی دی، خو د هغوی د کورنیو په اړه ور سره په خبرو ونه توانیدو.
روزګان چي یو غرنی ولایت دی دا مهال یې د ولسوالیو یوازي مرکزونه او د مرکز ترینکوټ ډیره لږه برخه د حکومت تر ولکې لاندي ده او دغه ولایت ته د مرکزي حکومت نه پاملرنه ددي لامل سوي چي په ستونزو کي ګیر خلک لا هم وکړیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون