((هلمند ته دي د لومړۍ درجي ولایت امتیازات ورکول سي))

راپور: جواد داوري

دپخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال په ۱۳۹۳ کال کي دوزیرانو شورا ترتایيد وروسته هلمند ولایت له دوهمي درجي څخه لمړۍ درجی ته ارتقاع وکړل.

خلک تمه لري، چي له دي سره سم به دهلمند ولايت په امتیازاتو تشکیلاتو او بودیجه کي زیاتوالي راسي.

خو دهلمند دولايتي شورا دغړو او قومي مشرانو او مدني فعالانو په وينا چي هلمند اوس یوازي دکاغذ پرمخ لومړۍ درجه ولايت دی په امتیازاتو او تشکیلاتو کي زیاتوالي نه دی راغلی.

په همدي اړه ددوشنبي په ورځ دیوالي کاروان او ولايتي شورا غړو په نوښت یوه لویه غونډه جوړه سوي وه.

دیوالي کاروان مشر او دولایتي شورا غړي محمد کریم اتل وويل،چي هلمند ولایت ته دلمړي درجي ولايت امتیازات ورکول سي.

دپوهنتون استادانو،قومي مخورو او مدني فعالانو وويل هلمند ولايت دکاغذ پرمخ لمړي درجه ولايت خو په امتيازاتو کي زیاتوالي ندي راغلي

ددوي په وينا چي دخلکو تمي داوي چي دي ولايت ته به دپوهني روغتيا بیارغوني امنیتي تشکیلاتو دولسوالیو دزیاتوالي په برخو کي نوي امتیازات ورکول سي

دوي له مرکزي دولت وغوښتل چي هلمند نفوس جغرافيي موقعیت مساحت او لمړي درجه ولايت ته په کتو سهم ورکړي

په غونډه کي پریکړه وسوه چي همدا غوښتني به لیکلي بڼه جمهوري ریاست ته وړاندي کوي که کوم بدلون رامنځ ته نه سو بیا به په سولیزو لارینونو لاس پوري کوي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...