راپور: نثار احمد څپاند
د زابل ولایتي شورا او قومي مشرانو تیره ورځ چهارشنبه د یومطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کي دغه چاودني وغندلي او زیاته یې کړه چي دا فاجعې یوازي ولس او عام خلګ وژني خو ټولو ته پکار ده چي پر وړاندي يې یو موټي و اوسي.
دغه کنفرانس د دي ولایت د ولایتي شورا، قومونو شورا، سولی شورا او مدنی ټولنو لخوا جوړ سوی وو، چي پکښي عامو خلکو هم برخه اخیستې وه او زیاته یې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې یووالی تر هر څه مهم دی.
دزابل د ولایتي شورا ریٔس عطامحمد حقبیان، دسولي شورا رئیس غني توخی، دقومونو دیووالي شورا ریٔس سردارمحمد غرنی او د ځوانانو امر محبوب محبت وویل، که څه هم سوله ییز لاریونونه او نور مدني حرکتونه د خلکو قانوني حق دی خو په فعلي شرایطو کی کیدای سي دښمن ورڅخه استفاده وکړي ځکه نوباید ځني ډډه وسي.
ویناوالو وویل، دوی د کابل د چاودني د قربانیانو په ګډون له ټولو شهیدانو او زخمیانو سره ځان په غم کي شریک بولي او په هیواد کې د سولي او امن لپاره د افغان دولت څخه هر ډول ملاتړ کوي
په زابل ولایت کي بیلابیلي شورا ګاني په داسي حال کې د وروستیو پېښو د غندني او د ټولو افغانانو تر منځ د یووالي او نظام د ملاتړ ږغ پورته کوي چي تر دي وړاندي هم ددي ولایت سلګونو اوسیدونکو دنظام څخه خپل ملاتړ ښودلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون