راپور: محمد یار مجروح
په کندهار کي د خلګو او ښاروالۍ په همکارۍ د ولسي تړون په نوم د ساختماني پروژو کارونه پيل سوه.
ولایت مقام د ولسي تړون یادي پروژې د کندهار ښار لپاره اړیني بولي.
د کندهار والی زلمی ویسا وايي، چی د ولسی تړون پروګرام په پيلیدو سره به دښار په ټولو ناحیو کي انکشافی پروګرامونه او انکشافي پروژې عملي سي.
دده په خبره یادي پروژې په خلګو پوري اړه لري او باید په اساسي ډول ورغول سي.
کندهار والي د پروژو د پرانیستني پر مهال خلګو ته وویل، چي که ددغو پروژو کارونه په اساسي ډول تر سره سي په راتلونکي کي به د نورو پروژو له لاري د خلګو اساسي ستونزي هم حل سي.
پر همدي مهال د کندهار ښاروال او د سمه ییزو ارګانونو د خپلواکي ادرې د ښاروالیو عمومي ریس عبدالباقي پوپل وايي، چي د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت به په یاد پروګرام کي هغه کارونه تر سره سي چي د خلګو له لوري ښاروالۍ ته په ګوته سوي دي خو اوس یې په لومړي پړاو کي شل میلیونه ډالر مصرفیږي.
دوی زیاته کړه پدې پروژو کي به د کار زیاته ونډه هغو کسانو ته ورکول سي چي بیرته هیواد ته راستانه سوي وي.
دوی وايي، جهاني بانک به په کندهار کي د ۱۵ میلیونه ډالره په ارزښت نوري لويي پروژې هم ورغوي.
بل خوا د کندهار د ولایتي شورا ریس سیدجان خاکریزوال یادي ساختماني پروژې د کندهار ښار لپاره مهمي وبللې او د ولسي تړون له استازو يې مننه وکړه چي په کندهار کي دا ډول کارونه تر سره کوي.
هغه زیاته کړه تر لاسه سوي پيسي باید په ښه ډول مصرف کړل سي او هغه کسان چي په یادو پيسو کي ناغیړۍ کوي باید د قانون منګلو ته وسپارل سي.
د کندهار ښاریان هم د ولسي تړون له یاد اقدام څخه خوښ دي او هیله لري چي په زیاته شمیر کسانو ته به د کار زمینه برابره سي.
دوی وايي، که خلګ پر کار وګمارل سي یو به په نشه د روږدو کسانو شمیر راکم سي او بل به خلګ له جنګ جګړو لاس واخلي.
ولسی تړون یو ملي تړون دی چي د افغانستان دولت او ولس تر منځ ترسره کیږي او دولت د خلګو په غوښتنه او همکاریو سره د ښار په ناحیو کي د بیا رغووني کارونه ترسره کوی.
د مسٔوولینو په خبره چي د ولسی تړون د پروګرام په پيلیدو سره به دښار په ټولو ناحیو کي انکشافی پروګرامونه او انکشافي پروژې عملي سي، چي په خبره یاد پروګرام به ۴ کاله دوام ولري او ګڼ شمیر کاریګرو ته به د کار زمینه هم برابره سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون