په کندهار کي زده کوونکي وايي، تر اوسه لا د کتاب او تختي ستونزه نده حل سوې

راپور: محمد یار مجروح

هغه ښوونځی چي په روان درسي کال کي يې نوی په فعالیت پيل کړي، د پوهني ریاست ندی توانیدلی چي درسي مواد ورته په پوره ډول ورسوي.

بلخوا د پوهني ریاست مسٔوولین وايي، چي ښوونځيو ته د تختو، فرش او د سون توکو پروسه روانه ده او ډیر ژر به د ښار او ولسوالیو ښوونځيو ته ورسیږي.

د کندهار په شپږمه ناحیه محل نجات سیمه کي یوه ښوونځی له څلورو کلونو ورسته یو ځل بیا د زده کوونکو پر مخ خلاص سوی.

دچهار اسیا په نوم د دي کلي خلګ راټول سوي تر څو ددغه ښوونځی ستونزو ته حل لار پيدا کړي.

ددې کلي ملک حاجي عبدالکریم توکلي وايي، ښوونځی يې درسي مواد نلري او تیر ځل له همدې امله تړل سوی وو.

دی وايي، که د پوهني ریاست یادي ښوونځي ته پام ونه کړي او درسي مواد ور پوره نکړي، بیره لري چي دا ښوونځی به یو ځل بیا د کلي د زده کوونکو پر مخ وتړل سي.

دده په خبره، د ښوونځی لپاره يې تعمیر هم ورکړی او د زده کوونکو لپاره يې په شخصي لګښت کتابونه هم رانیولي دي.

د کلي خلګ هم مني چي د کلی ښوونځی يې د کتاب، تختې او د ژمي د سون د توکو له کمښت سره مخ ده.

دوی وايي، څو ځله يې د پوهني ریاست د ښاري ښوونځيو امریت ته د ښوونځۍ د ستونزو په اړه مراجعه کړې خو په خبره يې چا د ښوونځی  ستونزو ته رسیدګي نده کړي.

د دوی په خبره د امینتي او نورو تهدیدونو له امله کوچنیان لیرو ښوونځیو ته نسي استولای او زیاتوي که د کلي ښوونځی وتړل سي کوچنیان به یې له تعلیم څخه بې برخي سي.

پر همدي مهال د پوهني ریاست مسٔوولین وايي، ښوونځيو ته د تختو، فرش او د سون توکو پروسه روانه ده او ډیر ژر به د ښار او ولسوالیو ښوونځيو یاد توکي ته ورسیږي.

د کندهار د پوهني ریاست ویاند نظرمحمد صمیمي وايي، د روان درسي کال تر پایه به په کندهار ښار او ولسوالیو  کي ۴۷ ښوونځۍ پرانیزي، د هغه په خبره تر دا مهاله يې ۳۰ بابه ښوونځۍ د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي دي.

د کندهار د پوهني ریاست د ښوونیز کال په پيل کي ویلي وو، چي د روان کال تر پایه پوري به په لسګونو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص کړي او د ښار او ولسوالیو ښوونځيو د درسي موادو ستونزي به حل کړي.

د پوهني ریاست وايي، په روان کال کي يې تر زر زیاتي سپيني تختې او د ۲۴ زره متره مربع په اندازه فرش پر ښوونځيو ویشلی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...