د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کي له قاچاقبرو څخه یوه اندازه هیروین او شیشه او دغه راز ۳۵۶ کیلو ګرامه تاریاک نیول سوي دي
دغه نشه یې توکي د کندهار سرحدي پولیسو په یاده ولسوالۍ کي په داسي حال کي نیولي چي پاکستان ته لېږدول کېدل.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مدیر سمونوال ولي شاه اڅګزی وايي، د تاریاکو په تړاو یې تر اوسه څوک نه دي نیولي خو د شیشې او هیروینو په تړاو یې یو تن نیولی دی.
د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو تردې مخکي هم په کندهار کي د لویو لارو پر سر او دغه راز په سپین بولدک کي د لويو او کوچنيو موټرانو څخه ورته نشېتوکي نيولي او دغه راز په هوايې ډګر کي هم اکثره وخت هغه قاچاق وړونکي نیول کیږي چي بهر ته نشه يي توکي لېږدوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون