راپور: سید حمید هاشمي
دوی د جګړې له ټولو اړخونو غواړي چي د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي او دخپلو هدفونو لپاره يې قرباني نه کړي.
دا په داسي حال کي ده چي په تیرو څو ورځو کي کابل، ننګرهار او کندهار د خونړیو بریدونو شاهد وو چي پکښي زیات شمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
که څه هم په هیواد کي تر بل هر وخت نامني زیاته سوي، خو یوازي په تیرو څو ورځو کي په کابل، ننګرهار او کندهار کي لسګونه ملکي کسان د وسلوالو په بریدونو کي ووژل سوه او سلګونه تنه ټپیان سوه.
د کندهار اوسیدونکي پر ملکي خلکو او عامه تاسیساتو وسلوال او ترهګریز بریدونه غندي او د جګړي له ټولو اړخونو غواړي چي د ملکي خلکو ژوند ته زیاته پاملرنه وکړي.
دغه راز دوی له حکومتي چارواکو هم غوښتنه کوي چي د خلکو د کاروبار او تفریح ځایونو کي امنیت ټينګ کړي.
بلخوا د کندهار ولایتي شورا ریٔس سید جان خاکریوال وايي، چي د وسوالو بریدونو د مخنیوي لپاره باید امنیتي اداري کلک ګامونه واخلي او مخه يې ونیسي.
خو هغه وايي، د امنیت ټينګښت یوازي د امنیتي چارواکو مسٔولیت ندی بلکي پدي برخه کي باید عام خلک همکاري وکړي او د ترهګریزو فعالیتونو پر مهال امینتي ادارو ته خبر ورکړي.
په کابل کي د یوه ځانمرګي برید له امله تر سلو زیات کسان ووژل سوه او نژدې دوه سوه تنه نور ټپیان سوه، خو تر دي یوه ورځ مخکي بیا د کندهار په عینو مینه کي پر ملکي خلکو د یوه ځانمرګي برید له امله هم ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون