راپور: محمد یار مجروح
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې مسٔوولین وايي، په کندهار کي د روغتیا وزرات سره په ګډه د نشیي توکو د کښت او قاچاق د لمنځه وړلو په برخه کي کار کوي.
مسٔوولین وايي، په کندهار کي به په نشه د روږدو کسانو د تداوي لوی روغتون جوړ سي.
بلخوا د کندهار ښار په شهیدانو څلور لاری کي مزدوران وايي، په نشه روږدو کسانو د دوی د کار مخه نیولي ده.
کندهار یو له ګرمسیرو ولایتونو څخه دی چي د یخ پر مهال له نورو ولایتونو څخه په زرګونه کسان یاد ولایت ته د کاروبار لپاره راځي.
د کندهار زړه شهیدانو څلور لاري ته څيرمه هغه سیمه چي هر ورځ په سلګونو مزدور کاران پر همدي ځای د کار د پیدا کولو په موخه راټولیږي.
دا سیمه له وخته وخته د سړک پر غاړه په نشه د روږدو کسانو او مزدور کارانو د شپي تیرولو ځای دی.
یو شمیر مزدور کاران وايي، په نشه د روږدو کسانو له امله د دوی په کارونو کي خنډ رامنځ ته سوی دی او ډیری کسان يې ځکه د کار لپاره نه بیايې چي ګومان کوي دلته ټول کسان په نشه روږد دي.
پر همدې مهال په نشه روږدي کسان وايي، چي دولت دي د دوی غم وخوري او تداوي دي یې وکړي.
له پنځو کالو راهیسي په نشه روږد اغاګل وايي، د سړک پر غاړه يې عام خلګ زوروي او کورنۍ هم ځني پاته ده.
دی مني چي نشه یو ناوړه عمل دی خو زیاتوی د کار د نه شتون له امله مجبوره سوی چي نشيې توکي استعمال کړي.
بلخوا د نشه توکو پر ضد د مبارزې ریاست مسٔوولین وايي، چي پدي ورستیو کي له عامي روغتیا وزرات سره په ګډه پر دي کار کوی چي څه ډول د مخدره توکو د قاچاق او استعمال مخه ونیسي.
د کندهار د نشيي توکو په ضد د مبارزې ریس ګل محمد شکران وايي، چي د مزدورکارانو په منځ کي په نشه روږد کسان ډیر سوي او د مزدروکارانو په کار کي يې ستونزي جوړي کړي دي.
دی وايي، ډیر ژر به په کندهار کي په نشه د روږدو کسانو د درملني یو لوی مجهز روغتون جوړ سي او په نشه د روږدو کسانو شمیر به راکم کړي.
د ده په خبره د نشيې توکو د نرخ له کمیدو سره يې کښت او قاچاق هم کم سوی دی.
په افغانستان کي په نشه يې توکو د روږدو کسانو شمیر شاوخوا درې نيم میلونه دی خو د درملني مرکزونه د ټول هېواد په کچه ۱۱۱ دي.
په دغو روږدو کسانو کي له کوچنیانو او مېرمنو رانیولي، لویان او زیات يې ځوانان دي.
د کارپوهانو له نظره مهاجرتونه، ناامني، له روږدو ملګرو سره ناسته پاسته، بې کاري او نشه يي توکو ته په آسانه لاس رسی په نشه د روږدو کسانو د زیاتوالي مهم سببونه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون