د هلمند ولایت تاریخي او کلتوري سیمي د غصب تر څنګ د منځه تلو په حال کي دي

راپور: جواد داوري

د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسٔولین وايي: د یاد ولایت په مرکز کي تاریخي کلاګاني او سیمي د نړېدو سره مخ دي او د یادو سیمو یوه برخه هم د ځینو کسانو له لوري غصب سوي ده. د هلمند اوسیدونکي هم د هغه سیمو د نړېدو او غصب د مخنیوي غوښتنه کوي چي څو پیړي زوړ تاریخ لري.

په هلمند ولایت کي د بست لرغوني کلا چي څو پیړۍ وړاندي د هلمند سیند پر غاړه جوړه سوي ده خو د کورنیو جګړو پرمهال د یادي تاریخي کلا ډیري برخي ویجاړي سوي او شاوخوا سیمي يي هم غصب سوي دي.

په هلمند کي د یادي او لرغوني کلا او دي ته ورتو نورو لرغونو سیمو ډیري برخي د غصب په حال کي د ي او د هلمند اوسیدونکي غوښتنه کوي تر څو د یادو تاریخي سیمو د غصب د مخنیوي تر څنګ د بیارغاوني پر لارو چارو هم غور وسي.

همدارنګه د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسٔولین وايي: د هلمند ولایت ډیری لرغوني کلاوي د کورنیو جګړو پرمهال ویجاړي سوي او ځیني بیا د یو شمیر کسانو له لوري غصب سوي دي . ددوی په خبره ډیر ژر به د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د تاریخي سیمو د تثبیت پروسه پیل سي.

د ا په داسي حال کي ده چي څه موده وړاندي د هلمند په جنوب کي وسله والو طالبانو د هلمند په خانشین ولسوالۍ کي یو یو لرغوني کلا په بشپړ ډول ویجاړه کړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...