په ننګرهار کي ۱۶۰ کورنیو ته د چرګانو ۱۵ فارمونه جوړ سول

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس وايي، چي دغه فارمونه په ټولیز ډول د ۵ زره او ۶۰۰ چرګانو د روزني ظرفیت لري.

هغه وايي، د دغو فارمونو د جوړولو لګښت ۱۵۵ زره ډالر دی چي د ملګرو ملتونو د ادارې یا «UNHCR» له خوا ورکول سوی دی.

یاد فارمونه د جلال اباد ښار په مجبوراباد، نوراباد، زرین اباد، ګل اباد او ظفر اباد سیموکي ګټي اخیستني ته وسپارل سول.

یادي کورنۍ به د چرګانو د هګیو په خرڅلاو سره کورنی اقتصاد پیاوړی او خپلي اقتصادي ستونزي هواري کړي.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...