راپور: جاوید احمد سمسور
د کندهار د پولیسو امرین د خلکو سره د هغوی پر ستونزو هره اونۍ بحث کوي او له دوی سره ناستي لري.
د کندهار د لومړۍ امنیتي حوزې امر عبدالولي افغان د دغه ناحیې له خلکو سره په یوه ناسته کې د هغوی له همکارۍ څخه خوښي وښودل او هغوی ته یې د ستونزو د له منځه وړلو ډاډ ورکړ.
د لومړۍ حوزې اوسېدونکو د دغې ناستې پر مهال وویل، چي حوزه یې د امنیتي اړخه سمه ده او دوی به لا هم د پولیسو سره خپلي همکارۍ ته دوام ورکړي.
خلکو وویل، چې دوی هم دا غوښتنه لري چې هر وخت د خپلو پولیسو سره ناستي ولري او ستونزي ورسره شریکي کړي ځکه پولیس د دوی ساتونکي دي، شپه او ورځ د دوی د امنیت لپاره ولاړ دي.
خلکو وویل، دوی تل د دي لپاره د پولیسو سره همکاري کړې چي په دغه حوزه کي هیڅ ترهګریزه او یا هم کومي نوري ناقانونه کړني تر سره نه سي.
د کندهار د لومړۍ امنیتي حوزې امر عبدالولي افغان په دغه غونډه کي له خلکو څخه مننه وکړه چي د امنیت په برخه کي یې پوره همکاري کړې ده.
هغه وویل، په خپله حوزه کي به د خلکو په همکارۍ هیڅوک پرېنږدي چي غیرقانوني کړني تر سره کړي.
د کندهار د پولیسو امرین وايي، هڅه کوي چي د دغه ډول ناستو په مرسته د ښار په ناحیو کي د خلکو ستونزي واوري او د هغوی د غوښتنو سره سم امنیتي او نوري ادارې خپل پلانونه عملي کړي.
په کندهار کي افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ښه امنیت لامل د خلکو زیاته همکاري بولي او وايي، چي امنیتي ارګانونه هم په خپلو کي ښه همږغي لري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون