په غزني ولایت کي د حیواني روغتیا د مرکزنوې ودانۍ ګټي اخستني ته وسپارل سوه

د غزنی ولایت د کرني او مالداری ریاست د حیواني روغتیا  د مرکزرد نوي ودانۍ چاري بشپړي او رسمأ ګټي اخیستني ته وسپارل سوه.

چارواکي وایي، د دي ودانۍ په مټ به د حیواني روغتیا څانګي اوفعالیتونه پراختیا ومومي.

چارواکي وایي، پردې ودانۍ ۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چي د کرني او مالدارۍ وزارت له غیر مشروط بودیجې څخه ورکړل سوی دی.

د غزني والي وایي، د دي وولایت د ټولو ارګانونو لپاره په پلان کي لري چي ښار ته څیرمه په علي لالا سیمه کي ادارې کمپلیکس ورغوي چي ورته ۱۲۰ جریبه ځمکه بیله سوې هم ده.

د هغه په وینا دغه پلان به یې د غزني ښار د نوي ماسټر پلان له منظورۍ وروسته عملي سي.

د یادوني وړ ده چي روان کال د کرني او مالدارۍ په برخه کي د غزني ولایت په مرکز او ولسوالیو کي لسګونه رغنیزي پروژې پلي سوې دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...