د ایران هیواد سره پر سرحد اوسیدونکي افغانان وايي، په محرومیت کي ژوند کوي

راپور: غلام فاروق رسولي

افغانستان چي په تیرو څلویښتو کلنو کي د جنګونو کوربه وو ډیری ګاونډي هیوادونو یې د خاوري نیولو لپاره  هڅي کوي ان تر اوسه ځیني یې د خاوري خپلولو لپاره د حکومت د نه حاکمیت څخه ګټه پورته کوي.

د هرات ولایت سرحد مېشته قومي مشران وایي، د حکومت د بې غورۍ له کبله ایراني چارواکو اوس د دوی په سیمو کي د دوو بازارونو د مالکیت ادعا کړي ده.

دوی همداشان زیاتوي، چي په تیرو ۱۶ کلنو کي د دوی په سیمو کي هیڅ ډول پرمختیایې پروژي نه دي عملي سوي او دوی د غټو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

غلام حبیب هاشمي د هرات ولایت د ولایتي شورا غړی هم حکومت سرحدي سیمو ته په بې غورۍ تورنوي خو وایي، ایران هیواد هم تل د افغانانو د مجبوریتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړی ده.

په همدي حال کي د هرات ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست چارواکي بیا وایي، د کلاته نظر او اسلام قلعی بازار چي اوس ایران یې د ملکیت ادعا کړي د افغانستان خاوره ده او ایران هیواد باید د دي سیمو څخه لاس په سر سی.

جیلاني فرهاد د هرات ولایت د والي ویاند وایي، د ایران هیواد سره د یادو سیمو د ستونزي هواري لپاره یې هیات ټاکلی او د ایراني لوري سره د اسنادو په رڼا کي خبري روانی دي.

جیلاني فرهاد همداشان وویل، کله چي د ایران هیواد سره د یادو سیمو ستونزه  حل سي نو حکومت به هم په یادو سیمو کي پرمختیایې پروژي عملي کړي.

افغانستان د لویدیځ ګاونډی ایران سره نژدې ۹۳۰ کیلومتره ګډ پوله لري چي کله نا کله یې پر ځینو سیمو د دواړو هیوادونو اختلافونه راپورته کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...